امریکا وایي: د ابوبکر البغدادي د جسد پاتې شوني به سیند ته وغورځوي

کابل ټکى کام (دوشنبه ، ۶ لړم ، ١٣٩٨ل)

د ابوبکر البغدادي د وژنې تر اعلان وروسته د امریکا د ملي امنیت سلاکار وایي، د بغدادي د جسد پاتې شوني به سیند ته وغورځوي.

 د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ سي اوبراین، له ان بي سي ټلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، د داعش ډلې د مشر له جسد سره به هم، هغه کار وکړي چې د اسامه بن لادن له جسد سره یې کړی و.

بن لادن چې په ۱۹۹۸ میلادي کال کې امریکا په تور لیست کې شامل کړ، د ۲۰۱۱ میلادي کال د جنوري میاشتې په دویمه نېټه د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو او جسد یې سیند ته وغورځاوه.

 د ویلو ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په سوریه کې د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

خو نن بیا روسیې دامریکا په دې ادعا شک څرګند کړ او وې ویل، هیڅ داسې کره شواهد په لاس کې نه لري چې بغدادي دې دامریکایي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې وژل شوی وي.

مربوطه مطالب

Back to top button