افغانستان د اشغال او سیاسي اخ و ډب د خطرونو تر مینځ!!

جنګ ځپلی هیواد مو نن سبا په یوه ډیر خطرناک موقعیت کې واقع دی، د امریکا په مشرۍ تر څلوېښتو د زیاتو هېوادو حضور ستونزه یو اړخ، د حریصو ګاونډیانو لاسوهنې ستونزه بل اړخ، او په هېواد کې دننه سیاسي اخ او ډب ستونزه دریم اړخ.
د یوه هېواد مشرتابه د هغه هېواد په برخلیک کې خورا مهم رول لري. باید په دې اړه د وخت حساسیتونو ته په کتلو سره په پام کې ونیول شي چې څوک کولای شي د هېواد طوفان اخستې کښتۍ د ژغورنې تر ساحله ورسوي؟
که څه هم د ملت په سترګو د خاورو شیندلو لپاره زموږ په هېواد کې اوس اسلامي جمهوریت د رسمي نظام په حیث د پردیو په جبر او زور حاکم دی چې د ملت غولوونکي انتخابات یې لازمي جز هم دی، سره له دې چې بیا دا ډول انتخابات خپل عوارض هم لري چې اسلامي مفکرینو ورته اشارې کړې دي؛ د بېلګې په توګه علامه اقبال مرحوم په خپل یوه اردو شعر کې ویلي دي چې:
(جمهوریت یا دموکراسي د حکومت یوه داسې کړنلاره ده چې سړي خو پکې شمېرل کېږي؛ خو تلل کېږي نه، د عالم او غیر عالم، د صالح او قاتل و فاجر رایه یو برابر ده).
يعنې په جمهوري نظام کې هغه څوک ښه سياست مدار دی چې تر ټولو ډېر درواغ او له خپل ملت سره دوکه وکړي او خپل ولس څنګه د پرديو د ګټو لپاره ووژني، پر خپل ولس پردي حاکمان کړي.
همدا علت دی چې د اسلام فقها د اهل حل و عقد پر شورا ټینګار کوي، یعنې د هېواد د په موخه داسې کسان تصمیم ونیسي چې هم عالمان وي او هم صالح او پرهیزګار شخصیتونه وي او نور هغه مواصفات هم باید ولري چې اسلامي فقهاو، ورته په ګوته کړي دي؛ خو اوس که هر څه وي پر موږ همغه څه د B52 په زور منل شوي چې عوارض یې د لمر په څېر ښکاره دي.
افغانستان یو اسلامي هېواد دی او نظام ورته د ساده لوحو هیوادوالو د تیرویستلو لپآره اسلامي جمهوریت په پام کې نیول شوی؛ خو د رهبرۍ له پاره یې بیا مسلمان + کمونست + سیکولر ټول یو ډول نوماندان دي او هر یو د نوماندۍ حق لري چې دا پخپله یوه لویه تشه ده. ځکه چې که په ټولنه کې څوک ښه تاريخ لري يا بد، که ښه ژوند يې کړی وي يا بد، خو چې د جمهوري نظام قوانينو بشپړ عملي کړي او د انتخاباتو شرائط پر ځای او عملي کړي، د انتخاباتو لپاره دومره سرمايه ولري چې رائيه په غدر او پيسو باندې واخلي. نو دغه شخص به په جمهوري نظام کې جمهور رئيس وي.
هغه څوک چې تر پرونه پورې د اسلامي باورونو او ارزښتونو پر خلاف د یوه بهرني نړیوال ښکیلاک د تجاوز په څنګ کې ولاړ و نن څه ډول دا حق لري چې د هغه، هغه توره ماضي نالیدلې وګڼل شي او د هېواد د رهبرۍ له پاره خپل کمونست او سیکولر کرغیړن ځان نوماند کړي؟
خورا خواشینوونکې ده چې هغو قوتونو او شخصیتونو نه چې کلونه کلونه یې په هېواد کې د یوه اسلامي نظام د جوړولو شعارونه ورکړل او ولس د دوی په ملاتړ د یونیم ملیونه وګړو په نذرانه کولو، هیواد نه په مهاجرت کولو او د کورنو په ویجاړیدا سره د هغوی تر قیادت لاندې بې دریغه قربانۍ ورکړې، کلونه کلونه یې په بې کورۍ او بې وطنۍ کې شپې وکړې، له هغوی هم اوس دا تمه نه شي کېدای چې اسلامي نظام ته وفادار وي؛ هر یو یې یواځې د قدرت، ثروت او شهرت په فکر کې دي، او هر رهبر هر څه پخپله کورنۍ کې خلاصه کړي دي، نو له دغسې یوه حالت نه د یوه ریښتینې اسلامي نظام د رامنځته کولو تمه څه ډول کېدای شي؟؟؟
څوک په یوه چا پورې غوټه شول څوک به بل چا پورې او د هېواد پر پردیتوب او پردي پالنې یوه خطرناکه څپله راغله او هغه کسان او هغه ټولګي چې په ریښتیا هم په خپلو ارزښتونو او باورونو او هېوادنیو ګټو باور لري، تر شعاع لاندې راغلل. فعلي سیاسي ګوندونه وګورئ چې څوک هېواد، د هېواد ګټو او باورونو او ارزښتونو ته معتقد او وفادار دی او څوک د پردیو لپاره؟
حال دا چې پردي لګیا دي زموږ په ایرو کې لاس وهي او د خپلو ګټو لالونه پکې لټوي، موږ خو د ټولو دوستي ولیده؛ د روسانو مو ولېده، د امریکا او نورو غربي هېوادو مو ولېده د ګاونډیانو مو ولېده، دسیمې د هېوادو مو ولیده، د اسلامي هېوادو مو ولیده او د کفري هېوادو مو ولیده. دا څه د اسلام د صدر وختونه نه دي، چې وروري وي، خواخوږي وي او د پيغمبر اکرم (ص) د مبارک حدیث په مصداق څوک چې کوم څه ځانته خوښوي، هغه باید خپل مسلمان ورور ته هم خوښ کړي، که ریښتیا خبره وي، موږ ته تر ټولو زیات زیان همدې اسلامي هېوادو ورساوه، دغه حالت موږ دې ته اړ باسي چې پخپله خپلې ګټې په پام کې و نیسو او خپل رنځ ته د درملنې له پاره یوه اسلامي افغاني نسخه تجویز کړو. دا سهي ده چې زموږ تر منځ جګړې شوي دي، اختلافات تېر شوي دي، بدبینۍ او تربګنۍ تېرې شوې دي؛ دا تیر ناورینونه موږ دې ته اړ باسي چې خپلې تېروتنې تکرار نه کړو او د پخلاینې او ورورولۍ لاره ونیسو.
له څلورو لسیزو راهیسې د جنګ په اور کې مو هیواد او هیوادوال سوځي، هره ورځ جنازې دي، ویرونه دي او ژړا ګانې دي؛ خو که چېرې موږ پخپله د دې مسایلو مخه و نه نیسو ټول ګران هېوادوال دې باور ولري چې پردي یې مخه نه نیسي. تاسې په سوریه کې له کردانو سره د امریکا دوستي ولیده، ویې جنګول ویې جنګول او آخر یې په سپین میدان پرېښوول او ولسمشر ټرمپ ښکاره وویل چې موږ خو تر عمره د هغوی ملاتړ نشو کولای؛
اوس تازه د ناټو هېوادونو په غونډه کې د افغانستان لاسپوڅي حکومت یو ځل بیا پر شا و ټپول شو، او ورته وویل شول چې بیدار شئ موږ مو تر شا ولاړ یو، د دې معنا دا ده چې څومره کولای شئ، پخپلو کې سره ووژنئ، وسلې، مهمات او پیسې به موږ درکوو؛ خو پخپلو کې تاسې سره وژنئ.
موږ به نور هم سره ووژنو، نور به هم خپل هېواد وران کړو؛ خو لږ خو پر دې هم غور پکار دی چې ګټه یې چا ته رسېږي؟
دا بهرنی په ظاهره د دوستۍ ملاتړ به مو لکه کردان پر داسې مهال پرېږدي، چې بیا د خپل یوه پل پلچک د جوړولو وس هم نه لرو د یوه وران ویجاړ سرک د بیارغونې وس به هم نه لرو، بیا به ارمان کوو خو وخت به تېر وي او هر څه به مو له لاسه ورکړي وي.
نور راځئ چې دا د اقتدار نشه او خمار دواړه له سره لرې کړو، د خپل راتلونکي په باب فکر وکړو، د پردیتوب او پردي پالنې احساس هېر کړو، او د علامه اقبال په تعبیر خپلې «خودۍ» ته را وګرځو، هم اسلامي خودۍ ته، هم افغاني خودۍ ته، هغو چې تر پرونه د کمونیزم په رکاب کې منډې وکړې دې هېواد ته یې څه راوړل، دغسې دې اوسني حاکم پردیپال هم دا وسنجوي چې دوی به هیڅ ډول هغه لاسته راوړنه چې تمه یې کوي ترلاسه نکړای شي.



