شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

خليلزاد  دې دا ځل اول له امریکا خپل صلاحيت وپوښتي!!

محمود نشرونکی: محمود
اکتوبر 29, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
12
ځلې شریک شوی
148
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

غورځنګ

تېر ځل هم چې کله خليلزاد د سولې په باب ډېره زيات زيار ويوست او  د امریکا په نمائنده ګۍ يې له طالبانو سره خبرې اترې پيل کړې، خو د خليلزاد له دومره ستونزو او مشکلاتو سره سره بيا هم ټرمپ چې کله د سولې خبر اترې بندولې نو له خليلزاد څخه يې پوښتنه هم ونه کړه چې د سولې خبرې يې تر کومه حده رسولې دي! يا يې هم د سولې په خبرو کې لاسته راوړنې څه دي او څومره ګټورې دي! طالبان څه غواړي؟ مګر د خليلزاد د لسو مياشتو خواري يې په سيند لاهو کړه او يوازې د يوه عسکر وژل يې بهانه وګرځول، د سولې خبرې او مذاکرات يې په ټپه ودرول، که څه هم د امریکا له لوري د سولې بندولو له ځانه سره ډېر زيات نړيوال او سيمه ييز غبرګونونه لرل؛ مګر امریکا بيا هم نه نړيوالو او سيمه ييزو غبرګونونه ته اعتنا وکړه او نه يې هم د خليلزاد هڅو او کوښښونو ته وکتل بلکې په يوه ټويټ يې د سولې خبرې بندې کړې.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

اوس چې بيا خلیلزاد په نړيوالو او سيمه ایيزو هېوادونو باندې ګرځي تر څو د سولې په باب خبرې له هماغه ځايه بېرته پيل شي، په کوم ځای چې په ټپه درېدلې وې، اوس په نړۍ کې يو ځل بيا مشهوره شوې او هر څوک غواړي چې امریکا دې له طالبانو سره د سولې خبرې له هماغه ځايه بېرته پيل کړي په کوم ځای چې امريکا بندې کړې وې، د ناټو سرمنشي، په امريکا کې د کانګرېس غړو، د امریکا د ولسمشرۍ ماڼۍ بېلابېلو غړو دغه رنګه غوښتنې کړې وې چې د همدغو خبرو له امله خليلزاد يو ځل بيا د سولې په نامه راوتلی دی.

که څه هم تېرې خبرې د خليلزاد په هڅو او کوښښونو پيل شوې وې، او تمه ده چې دا ځل بيا هم د دغو خبرو د پيل کېدو اېواډ خليلزاد تر لاسه کړي، خو خليلزاد بايد يوه ټکي ته پام وکړي، چې له امریکا دې د خپل صلاحيت پوښتنه او غوښتنه وکړي او د امریکا له لوړپوړو چارواکو دې ژمنه او تعهد واخلي چې که چېرته د سولې مسوده بيا ځل چمتو شي نو د ده صلاحيت به څومره وي؟؟ امريکا خو به بيا داسې نه کوي چې په يوه ټويټ د ده د لسو مياشتو خواري عبس ولاړه شي؟؟ بيا خو به د سولې د بندېدو په باب ټرمپ ټويټ نه کوي؟؟

يا هم که چېرته خليلزاد د سولې په باب له طالبانو سره پر چمتو شوې مسودې هوکړه وکړي. نو د امریکا غبرګون به څه وي؟؟ بيا خو به داسې نه وي چې کله يې کانګرېس احضاروي او کله يې دفاع وزارت احضاروي؟

خليلزاد بايد په دومره موده کې د امريکا تېر تاریخ لوستلی وای او دا ورته معلومه وای چې امريکا خپلو خواخوږو ته څومره وفاداره ده؟ امریکايان په تېر تاريخ کې له خپلو ملګرو او خواخوږو سره څنګه برخورد لري؟

خليلزاد ته بايد د ويتنام او امریکا جنګ معلوم وای چې امريکا څنګه له خپلو خواخوږو څخه تېښته کړې وه؟ او څنګه له ويتنام په نيمه شپه کې تښتېدلي وو؟؟

تېره مياشت چې امريکا د سوريې له شمالي سيمو څخه د وتلو اعلان وکړ او بيا ترکي پوځونو په سيمه کې د امريکا د خواخوږو کُردانو په وړاندې د عملياتو تياری کاوه نو د امریکا برخورد څه وو؟ بلکې يوازې په لفظي اخطارونو او د درواغو په تړونونو باندې بناء وو!

چې اوس دا دی بيا هم کېدی شي ترکي ځواکونه خپل عمليات د کُردانو پر وړاندې پيل کړي.

نو خليلزاد بايد د امریکا تاريخ لوستلی وي او بيا پرې هغومره باور وکړي څومره چې ورسره ښايي او اوس چې يو ځل بيا خليلزاد د سولې لپاره راوتلی او غواړي چې امريکايي پوځيان له افغانستان څخه د سولې په ترڅ کې روغ رمټ وباسي نو امریکا څخه بايد پوره او عام وتام صلاحيت وغواړي، تر څو په سوله کې مهم رول ولوبوي. داسې نه چې يو ځل بيا د تېر په څېر په ډاګ پاتې شي او امريکا يې تېرې هڅې عبس او خوشې کړي.

لوی ټکي: امریکاخليلزادسولهطالبانم‍ذاکرات
مخکینې مطلب

طالبان: د حمدالله محب څرکندونې په غبرګون نه ارزي

بل مطلب

عراق: کربلا ښار کې د لاریونوالو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتو درنده مرګ ژوبله اړولې

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com