کابل ټکى کام (سه شنبه ، ٧ لړم ، ١٣٩٨ل)
وروسته له هغه چې د ګډحکومت د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب په کابل کې یوې خبري غونډې دخبرو په مهال د طالبانو په خلاف توندې خبرې وکړې او په ځينو موضوعاتو یې د ګډ حکومت دریځ ښکاره کړ، دطالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد یې په غبرګون کې ویلي چې دا څرګندونې په کومه تبصره نه ارزي.
ذبیح الله مجاهد پر خپله رسمي ټویټرپاڼه رسنیو ته په خطاب کې داسې ویلي«دکابل د ادارې دیو سلاکار حمدالله محب اوتې بوتې او پروپاګند په غبرګون نه ارزي، موږ په دې اړه څه ویل نه غواړو.»
حمدالله محب په خپلو خبرو کې ويلي وو چې طالبان د ګاونډي هیواد خلک دي او په وينا يې چې د هغوی ډیری غړي داعش ته تللي دي.
محب همدا راز وویل چې حکومت به له طالبانو سره هغه مهال خبرو ته کیني چې طالبان د یوې میاشتنی لپاره اوربند ومني.
محب زیاته کړى، چې له طالبانو سره د امریکا د هوکړې لاسلیک به جګړه ختمه نه کړي ځکه چې د ده په وینا، بیا به د داعش په وړاندې جګړه روانه وي.
محب دغه راز ویلي چې کابل ته د خلیلزاد وروستی سفر د امریکایي پوهنتون د استادانو د خلاصون په موخه ترسره شوې چې انس حقاني پرې تبادله کړي.
محب زیاته کړې، دافغان امريکايي پوهنتون دغه دوه امریکایي استادان پرمونږ حق لري، زمونږ ځوانان یې راته تربيه کړى، باید چې را خوشي شي، په دې برخه کې کار روان دی او په دې برخه کې مونږ هر ډول همکاري ته تیار یو


















