کابل ټکى کام (سه شنبه، ۷ لړم ، ١٣٩٨ل)
د عراق په کربلا ښار کې د تازه پیل شویو لاریونونو پر مهال د لاریونوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۸۶۵ ډېر نور ټپیان شوي دي.
دغه راز راپورونه وایي چې ددې هېواد په بل ښار، ناصریه کې درې لاریون کوونکي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د یادونې ده چې د اکټوبر میاشتې له پیل راهیسې، د عراق په لویو ښارونو کې خلک د بې روزګارۍ، اداري فساد او ګرانۍ پر ضد لاریونونو ته روتلي دي.
لاریونوال، د لومړي وزیر عادل عبدالمهدي پر حکومت د ادارې فساد تور لګوي او د هغه د استعفا غوښتنه کوي.
په عراق کې د تېرې یوې میاشتې راهیسي پیل شویو لاریونونو له امله تر ۲۵۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
تر دا مهاله نه د عراق لومړي وزیر عبدالمهدي استعفا ته غاړه ایښې او نه هم لاریونوال له لاریونونو په شا شوي دي.


















