سمنګان: په دره صوف پاین ولسوالۍ کې د ترافیکي پیښې له امله شپږ کسه مړه شوي

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۷ لړم ، ١٣٩٨ل)

د سمنګان ولایت په دره صوف پاین ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي او یو بل سخت ټپي دی.

د دره صوف پاین ولسوالۍ د جنایي آمر انجنیر قربان ویلي، دا پېښه نن سهار وختي د یادې ولسوالۍ په بلوچ سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو کرولا ډوله موټر له یو باروړونکي لوی موټر سره ټکر وکړ.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د دوو ښځو په ګډون شپږ کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د دې او دېته ورته نورو ترافیکي پېښو لامل د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button