پاکستان؛ سوداګرو د حکومت د اقتصادي تګلارو خلاف کاربنديز اعلان کړی

کابل ټکى کام (سه شنبه ، ٧ لړم ، ١٣٩٨ل)

پاکستان کې ټولو سوداګریزو اتحاديو په ګډه اعلان کړی چې نن سه شنبه او سبا چهارشنبه به د عمران خان په مشرۍ حکومت د اقتصادي پاليسو پر وړاندې د اعتراض په ډول کاروبارونه تړلي وي.

د پېښور، کويټې او کراچۍ د سوداګريزو اتحاديو مشرانو د دې کاربنديز لامل، د حکومت ناوړه اقتصادي پاليسۍ يادې کړي دي.

د پېښور سوداګريزې اتحاديې مشر مجيب الرحمن وايي: “حکومت چې د نړيوال بانک (ايي اېم اېف) سره د ټکسونو کومه پاليسي جوړه کړې ده، دوی يې نه مني”.

نومودي زیاته کړه دوی حکومت نه غوښتنه لري چې د سوداګرو سره کښېني، د عغوی ستونزې او مشورې واوري او د ماليې سمه پاليسي دې جوړه کړي.

نوموړی وايي: د حکومت پروړاندې د مولانا فضل الرحمن د ازادي مارچ په کلکه ملاتړ کوي.

مولانا فضل الرحمن د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشرۍ حکومت پروړاندې د ازادي مارچ په نوم ستر لاريون پېل کړی، د نوموړي غوښتنه داده چې وزيراعظم عمران خان دې استعفی ورکړي او بيا دې له سره انتخابات وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button