لویې څارنوالۍ؛ ټاکنو کمیسیون کې دیوشمېر امنیتي کسانو د ګوښه کېدو امر کړی

کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۸ لړم ، ١٣٩٨ل)

لویې څارنوالۍ په یو تازه اقدام کې د دیجټلي مرکز د قلفونو ماتولو په تړاو د ټاکنو کمیسیون د څو امنیتي کسانو له دندې د لرې کولو امر کړی دی.

د لویې څارنوالۍ د مطبوعاتي برخې مسوولینو ویلي چې د ټاکنو کمیسیون امنیتي سلاکار، د ملکي ګاردانو مسوول او یو سرتېری دې له دندې ګوښه، او د ډېرو تحقیقاتو لپاره لویې څارنوالۍ ته ور معرفي کړل شي.

لویه څارنوالي وایي دغه کسان د دیجټلي مرکز د قلف ماتولو په تور له دندې ګوښه کېږي.

څه موده وړاندې د ټاکنو کمیسیون د دیجټلي مرکز قلف مات شوی و، چې له امله یې د ټاکنیزو ټیمونو او کمیسیون ترمنځ ناندرۍ را ولاړې شوې وې.

مربوطه مطالب

Back to top button