کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۸ لړم ، ١٣٩٨ل)
رپوټونه وایې، نن د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې دنامعلومو بریدګرو له لوري ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
راپور زیاتوي، دبرید پر مهال د دغه ایالت په یوه برخه کې د هالوین مراسم روان وو چې نامعلومه وسله والو پر خلکو ډزې وکړې.
په دې پېښه کې ۳ کسه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي چې دټپیانو روغتیایي حالت ناسم ښودل شوی دی.
د کالیفورنیا پولیس وايي د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
دغه پېښه داسې مهال شوې چې همدا اوس هم کالیفورنیا ایالت کې سختې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
زرګونه کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي او تر ۲ سوزه زره پورې کسان له دې درکه اغېزمن شوي دي.
دې وروستیو کې دامریکا مختلفو ایالتونو کې دنامعلومو وسله والو له لوري د بریدونو له امله درنده مرګ ژوبله اوښتې، د یاد بریدونو لامل تر اوسه نه دی مشخص شوی.


















