کابل ټکى کام (چهارشنبه ، ٨ لړم ، ١٣٩٨ل)
ټاکل شوې نن د اکتوبر په ۳۰مه نيټه د صهيونيستانو له لوري اشغال شوي بيت المقدس تر ځمکې ۵۰ متره لاندې د نړۍ لومړنۍ هدیره پرانیستل شي. د یهوادانو له لوري دې جوړه شوې هدیره کي د ۲۳۰۰۰ څخه تر ۲۴۰۰۰ قبرونه ځايېدلی شي.
۳۵ کاله وړاندې چي کله په لومړي ځل اسراییلو کې تر ځمکې لاندې د هدیرې جوړولو نظريه وړاندې شوه، د ډېر لګښت له امله هیچا هم دا کار ممکن نه باله.
خو له شپږو کلونو تعميراتي کار وروسته دا دی نن دا نظريه په عمل بدليږی او د نړۍ په سطحه د خپل ډول لومړی کار دی.
ټاکل شوې چې د راتلونکي جمعې په ورځ (د نومبر لومړۍ نېټه) د ۸۰۰۰ قبرونو د ښخولو له پاره اجازه ورکړل شي، د دغي نظريې خاوندان وايي چي «ځمکه موږ ته د انکشاف ورکولو په موخه راکړل شوې ده او قبرونو لپاره اختصاص شوې ځمکه کې انکشاف نشي کيدلی؛ نو ځکه بايد ترځمکې لاندې هديرې جوړې کړل شي.”
ځینې نور هيوادونه بيا له څو کاله ځنډ وروسته پر هماغه ځای نور کسان هم ښخوي، خو په یهودیت او اسلام کي یو واري مړي په کې ښخیږي.
دا هم په داسي حال کي ده، چي په اسراییلو کي د کاله په تقریبأ ۴۵۰۰۰ مړو او تر ۲۰۴۸ کال پوري تر اټکل سوي دوه چنده نفوس په دلیل هلته مځکه ورځ په ورځ کمیږي.


















