د مار غوڅ شوی سر هم چيچل کولى شي

کابل ټکى کام (چهارشنبه ، ٨ لړم ، ١٣٩٨ل)

په امريكا كې يو سړى د هغه مار له خوا وچيچل شو چې سر يې ترې پرې کړى و.

د امريکا په “تکساس” ايالت كې يوه سړي په خپل باغ كې د خطرناک مار له ليدو وروسته د بېلچې په وسيله له هغه سر پرې كړ.
دې سړي غوښتل چې د مار پرې شوى سر او پاتې برخه په كثافاتو كې واچوي؛ خو د مار د پرې شوي سر له خوا وچيچل شو.

د ياد سړي مېرمنې ځايي رسنيو ته ويلي چې مېړه يې بې هوښه شو او په بيړه روغتون ته ولېږدول شو، اوس تر کلکې څارنې لاندې دى.

ويل كېږي چې د مارانو د چيچلو وړتيا له مرګه وروسته هم د څو دقيقو له پاره دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button