کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۸ لړم ، ١٣٩٨ل)
روسي رسنۍ د یاد هېواد د دفاع وزیر سرګي شويګو له قوله وايي، کردي ملېشې د سوريې په شمال ختيځ کې د ترکيې له سرحدي سيمو په بشپړه توګه وتلي دي.
دوی زیاتوي، دا کار څو ورځې وړاندې د انقرې او مسکو ترمنځ د موافقې له مخې شوی وو.
شويګو وويل، د کرد جنګيالي تر وتلو وروسته د روسيې او سوريې پوځيان سرحدي سیمې ته تللي دي.
شويګو زیاته کړه، د کرد ملېشو وتل پرون تر ورکړل شوي مهلت مخکې بشپړ شوي دي.
بلخوا د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په دې اړه پرون سې شنبه په انقره کې وويل، “زموږ د معلوماتو له مخې، روسيې زموږ چارواکو ته دا پيغام ورکړى چې سيمې له وسله والو ډلو کاملاً تصفيه شوي دي.
“ترکيې او روسيې تېره اوونۍ کرد جنګیالیو ته ١٥٠ ساعته وخت ورکړ چې د ترکيې له سرحدي سيمو ووځي.
ترکيې ویلی وو، یادو سیمو کې به دکردي ملېشو له وتلو وروسته زرګونه سوریایي مهاجرین مېشتوي، او دا سیمې به دامن ځایونو په نام نوموي.


















