خليلزاد او له طالبانو سره يې د سولې نوې هڅې!!

غورځنګ

تېرې د سولې او مذاکراتو خبرې چې بشپړېدو ته نږدې شوې او د ټرمپ د يوه ټويټ له لارې بېرته بندې شوې، د امريکا د سولې ضد دريځ په خلاف يې ډېری غبرګونونه له ځانه سره راوپارول.

دغو غبرګونونو چې سيمه او نړيوال حيثيت درلود، امریکا بېرته دې ته وهڅوله تر څو له طالبانو سره د سولې خبرې اترې يو ځل بيا له هماغه ځايه پيل کړي په کوم ځای چې درېدلې وې. چې په همدې اساس زلمي خليلزاد يو ځل بيا په دې اړه بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه پيل کړل، له دغو سفرونو داسې ښکاري چې امريکا يو ځل بيا له طالبانو سره د سولې او مذاکراتو پيل کېدو ته لېواله ده، خو د ځينو شنونکو په باور امريکا سولې ته د لېوالتيا تر څنګ مجبوريتونه هم لري.

اوس چې تقريباً طالبان او امريکا دواړه د خپلو بريدونو مياشتني، هفته وار او ان څلرويشت ساعته راپورونه خپروي او يو بل ته د زیاتو تلفاتو د اړولو ادعاوې کوي، نو له دغو راپورونو څخه داسې ښکاري چې سږ کال چې له کومه وخته امریکا طالبانو ته د زیاتو تلفاتو د اړولو غير حقيقي ادعاوې کړي دي او يا هم امريکا چې له کومه وخته د سولې دروازه تړلې ده نو له هماغه وخته طالبانو هم پر امریکايي ځواکونو باندې خپل هر ډول بريدونه زيات کړي دي، چې د طالبانو د دغو بريدونو له جملې څخه يې دامریکايانو لپاره تر ټولو ضررناک او تاواني نفوذي بريدونه دي، طالبان چې په افغانستان باندې يې تقريباً پنځه کاله واکمني کړې ده. د کابل ادارې په ليکو کې خپل بې شمېره نفوذي کسان لري چې د موقع او وخت په موندلو سره پر امريکايي ځواکونو باندې بريدونه کوي او امریکايانو ته تلفات اړوي.

د دغو بريدونو له امله کله چې امریکايي لوړپوړي چارواکي د افغانستان کوم ولايت او يا کومې سيمې ته سفر کوي نو د کابل ادارې له ټولو عسکرو څخه سلاح ټولي او بيا ورځي. په داسې حال کې چې له امريکايي پوځيانو سره سلاح موجوده وي.

بل لورته د طالبانو له سرتېرو بريدونو، بوشکه يي ماينونو او نورو مختلفو بريدونو له امله هم امریکايان نور مجبور دي چې له افغانستان څخه دوتلو لپاره يوه معقوله لاره ولټوي. چې د دغې معقولې لارې په لټون کې له خليلزاد پرته بل څوک پوره مهارت او پوهه نه لري.

ځکه نو امریکا د سولې د خبرو د نوي پيل لپاره بيا ځل خليلزاد ټاکلی دی، خليلزاد به اوس کېدی شي له طالبانو سره د سولې لړۍ له هماغه ځايه پيلوي، په کوم ځای چې بنده شوې وه يا هم کېدی شي د طالبانو، خليلزاد او سکاټ مېلر له خوا چې د سولې کومه مسوده برابره شوې او چمتو شوې وه، خليلزاد به له طالبانو سره د هغې په اړه بحث او مباحثه کوي.

خو خليلزاد دا ځل کېدی شي دغه د سولې پروسه له ځينو کړيو پټه وساتي چې هغه  کابل د ادارې دولت ساز ټيم دی، ځکه چې د کابل ادارې دغه ټيم او په ځانګړې توګه ولسمشر غني د سولې له پروسې سره تړاو لري او په بار بار يې ويلي چې ده ته داسې سوله د منلو وړه نه ده چې ګټې يې په کې خوندي نه وي،  او د جمهوريت ساتنه او له جمهوريت څخه دفاع ورته سره کرښه ده.

شنونکي د دې خبرې دليل دا ښيي، چې خليلزاد چې کابل ته په يوه سفر باندې راغی نو د ولسمشر غني پر ځای يې له عبدالله عبدالله سره وکتل او له هغه سره يې د سولې او افغانستان د نورو حالاتو په اړه بحث او مباحثه وکړه. د شنونکو پر باور خليلزاد له ولسمشر غني سره د تېرو اختلافاتو له امله هېڅ ليدنه نه ده کړې.

دغه شان خليلزاد ځکه غواړي چې له ولسمشر غني سره يې د سولې او مذاکراتو په اړه تېر ځل هم اختلافات راغلي وو. دا ځل هڅه کوي چې هر څه ورڅخه پټ وساتي. ځکه چې تېر ځل هم ولسمشر غني د سولې او مذاکراتو کلک مخالف و، نو ځکه خو خليلزاد دا ځل هم له احتياط څخه کار اخلي تر څو د سولې دا نوې پروسه بيا ځل سبوتاژ نه شي

مربوطه مطالب

Back to top button