په امريکا کې څه ډول نظام حاکم دی؟؟

غورځنګ

دا چې په امریکا کې جمهوري نظام حاکم دی خو ډول يې په دې لیکنه کې درپېژنو!

د امريکا رياستي نظام!

کوم نظام چې په برتانيه کې چلېږي، پارلماني نظام بلل کېږي، چې د نړۍ لوی نظام بلل کېږي، د دې په مقابل کې دوهم لوی نظام ته رياستي نظام وايي چې په امريکا باندې حاکم دی، د دې نظام ځانګړتياوې او خواص له پارلماني نظام څخه ډېرې بېلې او مختلفې دي، لومړی بايد دا خبره وکړو چې د امریکا قانون وفاقي دی او د برتانيې قانون يا نظام بيا وحداني دی، دويم توپير يې دا دی چې چې په برتانيه کې د واک د بېلتون نظريه چې د جمهوريت بنسټ او بنياد بلل کېږي، په بشپړه توګه عملي ندی، په برتانوي پارلماني نظام کې مقننه، اجرائيه او قضائيه قواوې سره ګډې او تر خپل منځ تړلې دي، مګر په امریکايي رياستي نظام کې بيا دغه درېواړه قواوې سره بېلې بېلې دي، او سره تړلې نه دي بلکې هره يوه خپلواکه قوه بلل کېږي. چې د اجرائي قوې مشري پکې ولسمشر کوي او مقننه چې کانګرېس هم ورته وايي، له دوو جرګو څخه تشکيل شوې ده، ۱ـــ د استازو جرګه (     (House of Representatives ۲ـــ د سنا جرګه (Senate) .

د امریکا په رياستي نظام کې دريمه اداره بيا قضاء ده چې له پورتنيو دواړو څخه بېله ده، ولسمشر د اجرائيه قوې مشري په غاړه لري او د ولسمشر ټاکل بيا د مققنې يا اسامبلۍ يا هم پارلمان او يا کانګرېس له لوري نه تر سره کېږي، بلکې د نوموړي ټاکنه مخامخ کېږي، د امريکا په رياستي نظام ډېر پېچلی دی، د ولسمشر ټاکل پکې دوه ځله تر سره کېږي، يو ډول ټاکل يې د عامو رائيو له لارې تر سره کېږي چې د مخامخ ټاکنو يوه بڼه او شکل دی، او دوهم ډول ټاکنه داسې کيږي چې د بېلابېلو ايالتونو د افرادو يوه ګډه انتخاباتي اداره جوړيږي او هغه د ولسمشر ټاکنه کوي.

په دواړو ټاکنو کې ولسمشر له ټاکل کېدو پرته نشي ټاکل کېدی، لامل يې دا دی چې امريکا يو وفاقي دولت دی چې دوه پنځوس ايالتونه لري، له همدې امله ورته متحده ايالات وايي، نو له هر ايالت څخه دومره کسان په انتخاباتي اداره کې شاملېږي څومره چې يې همداايالت په کانګرېس کې لري، بيا دا اداره ولسمشر ټاکي، د ولسمشر د ټاکلو د دې اهتمام لامل دا بيانېږي چې د امريکا ولسمشر د لويې واکمنۍ څښتن دی، نو بايد هر څوک ونه ټاکل شي بلکې داسې يو شخص بايد وټاکل شي چې له ډېرو صلاحيتونو څخه برخمن وي او د ټولو ايالتونو استازيتوب وکړای شي، له همدې امله د دوو ټاکنو کړنلاره غوره کړل شوې ده.

همدارنګه په امریکا کې د ولسمشر لپاره اړينه ده چې نوموړی به امريکايي وي يعنې له بل هېواده به نه وي راغلی، ۳۵ کاله عمر به لري، يعنې له دې به کم عمره شخص نه شي انتخابېدای! او لږ تر لږه ۱۴ کاله ژوند به يې مسلسل په امريکا کې تېر کړی وي، دا دې بنسټيز شرطونه دي، کله چې له دې درېوو شرطونو سره سم ولسمشر وټاکل شي نو د اجرائيه ټول ورته سپارل کېږي، له ټاکل کېدو وروسته بيا دا ولسمشر خپله کابينه ټاکي، د امریکا په رياستي نظام کې د کابينې غړي هر يو د خپلې دندې مشري په غاړه لري او دې غړو ته وزیران نه وايي بلکې سيکرټران ورته وايي لکه د داخلي چارو سکرټر، د خارجه چارو سکرټر، د خزانې سکرټر او داسې نور.

د امریکا په رياستي نظام کې د کابينې د غړو يا وزارتونو د سکرټرانو رائيې که څه هم ټولې يو ډول وي، خو کله چې د ولسمشر رائيه د کابينې غړو د ټولو رائيو پر ضد وي نو د ولسمشر رائيه د اعتبار وړ ده او ولسمشر کولی شي چې د خپلې رائيې د تصديق پر اساس د کابينې د غړو رائيې رد کړي.

د امريکا په پارلماني نظام کې اجرائي چارې ټولې د ولسمشر په لارښوونو تر سره کېږي او ملکي او پوځي جنرالان هم ولسمشر ټاکي، خو قانون جوړونه او بنسټيزې پاليسۍ جوړول کانګرېس ته وړاندې کول پکې ضروري دي، او له کانګرېسه يې منظوري کول اړين او لازمي.

مربوطه مطالب

Back to top button