د برتانیا د پوهنې وزارت: په انګلستان کې ترټولو غوره اسلامي ښوونځي دي

کابل ټکى کام (شنبه ، ١١ لړم ، ١٣٩٨ل)
انګلستان کې اسلامي ښوونځیو د غوره ښوونځیو په درجه بندۍ کې د لومړي مقام په ترلاسه کولو سره “تاریخي بریا” تر لاسه کړه.
د برتانیا د پوهنې وزارت لخوا خپره شوې درجه بندۍ ښوولې چې اسلامي ښوونځیو لومړي درې مقامونه اخیستي، او اته(۸) اسلامي ښوونځي د هیواد په کچه په (۲۰) غوره ښوونځیو کې شامل شوي.
په “بلیک برن” کې “توحید اسلامي” په نامه ښوونځي په حکومتي درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ ، ورپسې په “برمینګهم” کې د “اډن بوائز” په نامه ښوونځي او بیا په “کوینټري” ښار کې د ” اډن ګرلز” ښوونځی درېیم مقام ترلاسه کړ ، له دې سربیره پنځه نورې اسلامي تعلیمي ادارې هم دي چې نومونه یې په ۲۰ غورو ښونځیو کې دي.
د یادونې وړ ده، چې دا نوملړ چې د دولتي ارګانونو لخوا خپور شوی چې د دقیقو علمي معیارونو له مخې هیواد کې د ټولو تعلیمي ادارو کیفیت اندازه کړي.
انګلستان کې د پوهنې وزارت په ډیرو معیارونو اعتماد لري، چې ځينې په لاندې ډول دي: په ساینسي مضامینو کې د زده کوونکو لوړه سویه، کلنۍ ازموینې کې د شاګردانو لوړې نمرې، له ښوونځي څخه د فارغینو کچه، دندې ته اسانه لاس رسی او داسې نور…



