ګډ حکومت د چین غونډې لپاره پلاوی ټاکلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۳، دوشنبه) 

د افغانستان د ولسشمرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي وايي، په چين کې د راتلونکې بین الافغاني غونډې لپاره د حکومت پلاوی هم ټاکل شوی دی.

صديقي په ياد پلاوي کې د شته کسانو نومونه نه دي په ډاګه کړي خو زياته يې کړه چې غونډې ته نږدې ورځو کې به يې اعلان وکړي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې چين حکومت اعلان وکړ چې بېجينګ کې د طالبانو په شمول بين الافغاني غونډه جوړوي چې د طالبانو سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر ته پکې هم بلنه ورکړل شوې وه.

په دغه ناسته کې افغان سياستوالو، پخواني ولسمشر حامدکرزي، او یو شمير د سياسي ګوندونو استازو چې شمير به يې پنځويشت تنو ته رسيده د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند ښاغلي سهيل شاهين ويلي و چې د ملا  برادر په مشرۍ  پنځلس کسيز پلاوی به پکې برخه اخلي په وينا يې ټول ګډونوال به په شخصي توګه پکې برخه اخلي او د افغانستان د مسئلې د حل په موخه به بحث او خپل نظرونه وړاندې کوي.

ټاکل شوې وه، دغه غونډه د تيرې دوشنبې په ورځ وشي خو د نامعلومو دلايلو پر اساس ځنډول شوې چې ځینې سرچينې وايي، ياده غونډه چې تر نورو پخوانيو بين الافغاني غونډه مهمه ده ښايي د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنيو پايلو تر اعلان وروسته ترسره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button