د امريکايي پوهنتون مشر: طالبان دې له شرط پرته دواړه استادان خوشې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۳، دوشنبه)
په کابل کې د امریکايي پوهنتون مشر ډيويډ سډني له طالبانو غوښتي چې د دوی د پوهنتون استادان دې له شرط پرته ورخوشې کړي.
ښاغلي سيډني ويلي، زمونږ دوه تنه استادان چې یو امریکايي او بل استراليايي دی، درې کاله مخکې يرغمل شوي، د هغوی کورنۍ، خپلوان او مونږ د هغوی خوشې کيدل غواړو.
د امریکايي پوهنتون استادان (امریکایي کیفن کینگ او استرالیایي تیموتي ویکس) د ٢٠١٧ کال د اگست په میاشت کې په کابل کې امریکایي پوهنتون ته نژدې یرغمل شول چې وروسته يې طالبانو ويډيو خپره کړه او هغوی په بدل کې يې د خپلو بنديانو خوشې کيدو غوښتنه وکړه.
وروستي راپورونه ښيي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی د يادو دواړو استادانو د خوش کيدو په لټه کې دی څو له اتيا طالب بنديانو سره يې تبادله وشي او یو ځل بيا د مذاکراتو د پيل لپاره د باور جوړولو فضا رامنځته کړي.
شاوخوا یوه مياشت مخکې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات د ټرمپ لپاره په څرګنده د طالبانو د هغه بريد په غبرګون کې لغوه اعلان شول چې په کابل کې پکې امريکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.



