د پکتيکا پخوانی والي او قومي مشران: پاکستان د کرومايټو کانونه او د جلغوزيو غر لاندې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۳، دوشنبه)

د پکتیکا پخوانی والي او د دغه ولايت قومي مشران وايي، چې پاکستاني لوري پر پوله د اغزن تار لګولو په لړۍ کې زياته برخه خاوره د افغانستان هم لاندې کړې ده.

د پکتیکا پخوانی والي محب صميم او قومي مشر محمد سلیمانخېل وايي، پاکستان په ګومل ولسوالۍ کې تر خپل پخواني حد ډيره اندازه مخکې راغلی ، د ترخې اوبه او وچ غر سيمو کې اغزن تار غځوي.

دوی زياتوي، په يادو سیمو کې د کرومايټو او جلغوزيو غر هم پاکستاني پوځ لاندې کړی او د تيرو لس ورځو راهيسې يې د اغزن تار غځول پيل کړي دي.

تر اوسه د پکتيکا ولايتي چارواکو او یا د ګډ حکومت مشرانو په دې تړاو هيڅ اقدامات نه دي کړي.

په عین حال کې په اولسي جرګه کې د پکتیکا او پکتيا استازي خالد اسد او راضيه سعادت وايي، د ګډ حکومت په رامنځته کيدو سره پاکستان په یادو ولايتونو کې ډيره خاوره لاندې کړې خو حکومت يې پر وړاندې چوپه خوله دی.

د پکتيکا قومي مشرانو او خلکو له حکومت غوښتنه وکړه چې د کرومايټو کانونو او د جلغوزيو غر او د افغان خاورې غم وکړي او په دې اړه يې جدي اقدامات وکړي.

تر دې مخکې داسې راپورونه ورکول شوي چې پاکستاني لوري پر سرحدي پوله د ننګرهار، کنړ، پکتيکا او ځینو نورو ولايتونو کې هم د افغانستان خاوره کې مخکې راغلي چې څو ورځې مخکې يې له کبله په کنړ کې د دواړو غاړو تر منځ نښته هم وشوه.

مربوطه مطالب

Back to top button