نیویارک ټایمز نظرپوښتنه: لوړه سلنه امریکايي نظاميان او ملکيان د افغانستان جګړه تيرتونه بولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۳، دوشنبه)

د امریکا يوې مشهورې ورځپاڼې “نيويارک ټايمز” نظر پوښتنه کړې چې له مخې يې لوړه سلنه امریکايي نظاميانو او ملکيانو ورته د افغانستان جګړه د امریکا تېروتنه بللې ده.

په نظر پوښتنه کې ۵۸ سلنه متقاعد امریکايي افسرانو او پوځيانو په افغانستان کې د جګړې دوام سره مخالفت څرګند کړی او دغه جګړه يې تيروتنه بللې ده.

دغه راز راپور د نيويارک ټايمز نظر پوښتنه کې ۵۹ سلنه ملکيانو هم د افغانستان جګړې سره مخالفت ښودلې زياتوي د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژل کيدو شاوخوا لس کاله پوره کېږي خو بیا هم امریکا د افغانستان جګړه کې ښکېل ده او ميلياردونه ډالره يې په دغه جګړه کې ولګول چې هيڅ ګټه يې نه ده کړې.

په نظر پوښتنه کې ګڼو امریکايي نظاميانو او ملکيانو د امریکا له حکومته غوښتي چې نور دې دغه تيروتنې نه تکراروي او امریکايي ځواکونه دې له افغانستانه را اوباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې وخت ناوخت په غربي رسنيو او مشهورو ورځپاڼو کې امریکايي سياستوال، عام خلک او نظاميانو په تکرار سره د امریکا له حکومت څخه غوښتي چې د افغانستان بې ګټې جګړه پای ته ورسوي او امریکايي ځواکونه خپل هيواد ته ستانه کړي.

په وروستيو کې راپورونه ورکول شوي چې امریکا غواړي په پټه له دغه هيواده خپل ځواکونه اوباسي او پنټاګون داسې يو پلان هم جوړ کړی چې څه ډول په دوو اوونيو کې خپل ځواکونه له افغانستانه ايستلی شي، د دې لپاره که ټرمپ د ژر تر ژره د ځواکونو ايستلو امر وکړي نو به له وړاندې ورته چمتووالی ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button