فارياب: پښتونکوټ کې دولس کومانډو او ځانګړي عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۵، چهارشنبه)

د فارياب ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو پر پوځي کاروان بريدونه کړي چې د ځايي امنیتي سرچينو په وينا، پوځيانو ته پکې مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

دغه بريدونه پرون سه شنبه او نن سهار د يادې ولسوالۍ مروبوط په پشته دهندره سیمه کې پر نظامي کاروانونو شوي دي.

د فارياب سيمه ييزې امنيتي سرچينې د طالبانو په بریدونو کې عسکرو ته اوښتي تلفات تاييدوي خو د کره شميرو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو د بريدونو مسؤوليت منلی وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه ليکي، په پروني او ننيو بريدونو کې دولس کوماندويي او د ځانګړې قطعې عسکر وژل شوي، شپږ نور ټپيان دي.

د احمدي په وينا: “تیره ورځ اونن سهاردفاریاب ولایت د پښتونکوټ په پشته دهندره سیمه کې پرکاروان په برید کې د دښمن ۵ ټانګونه تخریب شول ۱۲ کمانډویې او دخاص قطعې عسکر یې ووژل شول او ۶ نور یې ژوبل شول”.

نوموړی زياتوي، په یادو نښتو کې طالبانو ته هيڅ ډول تلفات نه دي اوښتي.

مربوطه مطالب

Back to top button