ارګ د ډاکټر عبدالله وروستيو څرګندونو ته غبرګون ښودلی

کابل ټکى کام (چهارشنبه ، ١٥ لړم ، ١٣٩٨ل)

د ګډ حکومت د مشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په تازه ټوېټو کې د ډاکټر عبدالله څرګندونو ته په غبرګون کې ليکلي: “د ولسمشر غني د سولې طرحه د افغانستان د ثبات لپاره یوه غوره نسخه ده او کولی شي هېواد ته باعزته سوله راولي”.

دده په خبره:” د سولې اووه ماده ییزه طرحه یو واضح پلان دی چې له ملت سره شریک شوی دی او پراخ ملاتړ له ځان سره لري”. صدیقي ليکلي: ” افغان حکومت په تېره ولسمشر غني سولې ته ژمن دی، خو هغه سوله ټولو ته د منلو وړ ده چې دلته روانه جګړه ختمه کړي او د ثبات او پرمختګ یو نوی باب پرانیزي”.

د يادونې وړ ده چې ډاکټر عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ له فرانس پرېس اژانس سره مرکه کې د ولسمشر غني د سولې طرحه خيالي او غیر واقعي بللې وه او په خبره یې کارنده نه ده.

څو ورځې وړاندې هم له طلوع تلويزیون سره په مرکه کې ډاکټر عبدالله ويلي و، چې د ډاکټرغني طرحه يوازې د نوموړي هيله او خيال دی او هيڅ عملي جنبه نه لري.

خو ارګ وایي چې دا یوه جامع او معقوله طرحه ده، چې د تېرو پنځو کلونو د سلامشورو وروسته رامنځته شوې ده او کولی شي د افغانستان د دایمي ثبات لامل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button