د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له ويسټ انډيز سره لومړۍ سيالي کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۵، چهارشنبه)

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ملي لوبډله له ويسټ انډيز سره د سياليو په لړ کې نن د چهارشنبې په ورځ د نوموړي هيواد د کرکټ ملي لوبډلې سره په لومړۍ لوبه کې مخ شي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت نن ماسپښین یوه بجه پيليږي چې د ملي تلويزيون تر څنګ يې ځينې نور نړيوال سپورتي تلويزيوني چينلونه هم په ژوندۍ بڼه خپروي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له تيرو لسو ورځو راهيسې د هندوستان په لکنو ښار کې د يادو سياليو لپاره په تمريناتو بوخته وه.

د دغه سياليو په لړ کې به درې يو ورځنۍ، درې شل اوريزې او یوه ټيسټ لوبه ترسره کيږي چې د ملي لوبډلې د کپتان راشد خان په وينا، د يادو سياليو لپاره يې ښه چمتووالی نيولی او نويو لوبغاړو ته يې پکې د لوبيدو چانس ورکړی.

د کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس، یو ورځنۍ لوبې د نومبر له شپږمې پيل تر يوولسمې به دوام وکړي، دغه راز شل اوريزې سيالۍ د نومبر له څوارلسمې تر اوولسمې ترسره کيږي او اخرنۍ ټيسټ سيالي بيا د نومبر له اووه ويشتمې پيل چې پنځو ورځو پورې به دوام وکړي.

ملي لوبډلې د ويسټ انډيز لوبډلې سره تر اوسه شپږ لوبې کړي چې درې يې ګټلي، دوه يې بايللي او یوه بې نتیجې پای ته رسيدلې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button