د ثبات او همپالنې ډله: تقلبي رایې په هیڅ صورت دمنلو وړ نه دي

کابل ټکى کام (چهارشنبه، ۱۵ لړم ، ١٣٩٨ل)

د ګډ دولت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تقلبي رایې چې د رایو ډیری برخه جوړوي په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ثبات او همپالنې ډلې تېر ماښام د هېواد د سیاسي رهبرانو او ملي شخصیتونو په حضور کې په دې اړه غونډه کړې او دې پرېکړې ته رسېدلي دي چې تقلبي رایې په هیڅ صورت نه مني.

خبرپاڼه کاږي، په غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې ده چې ټاکنو کمیسیون باید د رایو تر بیا شمېرنې مخکې د یادې ډلې ټولو معقولو او قانوني غوښتنو ته رسېدګي وکړي.

ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې دغه راز خبرداری ورکړی دی چې که چېرته د ټاکنو کمیسیون او یا کوم بل ادرس له لوري په دې برخه کې کوم تخلف او تقلب وشي نو دوی به یې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

د عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار په ګډون نور نوماندان هم ولسمشر غني په تقلب او درغلیو تورنوي، او ګواښ کوي که تقلبي لارې وشمېرل شي؛ پایلې به یې بدې وي.

مربوطه مطالب

Back to top button