دمولانافضل الرحمن او لومړي وزیر عمران خان پلاوو بیا مذاکرات پیل کړي

کابل ټکى کام (چهارشنبه، ۱۵ لړم ، ١٣٩٨ل)

دپاکستان پلازمینې اسلام آباد کې دمولانافضل الرحمن په مشرۍ د حکومت ضد سیاسي ګوندونو پراخ لاریون لاهم روان او د لومړي وزیر د استعفا غوښتنه کوي.

د راپورونو له مخې حکومت او مولانا فضل الرحمن دواړو مرکچي پلاوي ټاکلي او ددواړو پلاوو ترمنځ خبرې روانې دي.

سرچینې وایي، تېره ورځ اوږدې خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې خو مرکچیان وایي چې ددوی خبرې به ادامه پيدا کړي.

د عمران خان له لوري د ټاکل شوي هیت غړي وايي تېره ورځ پر یو شمېر مسایلو هوکړه شوې ده او خبرې به ادامه پیدا کړي.

پاکستاني رسنۍ داسې مهال د خبرو له لارې د کړکېچ د حل کولو خبر ورکوي، چې مولانافضل الرحمن عمران خان ته د استعفا لپاره دوه ورځې وخت ورکړی و او وخت یي پوره شوی دی.

مولانافضل الرحمن تېره ورځ خبر ورکړی وو چې که غوښتنې یې ونه منل شي، روان پراخ لاریون به تر ټولو مهمې سیمې《سره زون》 ته، چې هلته دځینې هیوادو دسفیرانو او لومړي وزیر عمران خان استوګنځای دی؛ ولېږدوي.

مربوطه مطالب

Back to top button