احمدضياءمسعود په بهر کې د ودانيو درلودو تورونه رد کړل

کابل ټکى کام (چهارشنبه ، ١٥ لړم ، ١٣٩٨ل)
تيره ورځ “ډیلي بیسټ” خپرونې په خپل یوه څېړنیز راپور کې ویلي وو، چې ځينو افغان چارواکو په متحده عربي اماراتو “دوبۍ” کې ځینې ګران بيه ودانۍ اخیستي دي، چې ديادو چارواکو په نومونو کې داحمدشاه مسعود دورور احمد ضیاء مسعود نوم هم شامل و.
احمد ضياء مسعود پر خپلې فېسبوکپاڼې د ډیلي بیسټ خپرونې راپور رد کړی او په دوبۍ کې یې د کورونو درلودل رد کړي دي.
نوموړي لیکلي، د ډیلي بیسټ راپور دروغ دی او په دغه ورځپاڼه کې چې دکوم کال یادونه شوی، هغه مهال مارشال “محمد قسیم فهیم” د ولسمشر مرستیال و او دی نه و.«ما په ۲۰۰۹م کال کې هم دغه ډول راپور رد کړی و او له لویې څارنوالۍ مې غوښتې و، چې په دې تړوا څېړنې وکړي؛ خو له بده مرغه لویې څارنوالۍ ترننه په دې اړه هېڅ څېړنه نه د کړې او دغه موضوع یې ګونګه پرېښې.»
نوموړي دغه خبر بیا خپرول د ځان، کورنۍ او خپلوانو لپاره «سپکاوي» بللي او په خبره یې، چې دوی یې په رواني ناروغۍ اخته کړى دي.
مسعود له لویې څارنوالۍ يوځل بيا وو غوښتل، چې په دې موضوع دې بېپرې پلټنې وکړي او دی تيار دی، چې څارنوالۍ ته ورشي او خپل ځواب ووايي.



