کابل ټکى کام (چهارشنبه، ۱۵ لړم ، ١٣٩٨ل)
امریکا یوځل پر ایران د لګول شویو بندیزونو دفاع او پر دوام یې ټینګار کړی دی.
د ایران په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي براین هوک ویلي، امریکا پر ایران د لګول شویو بندیزونو د کمولو هوډ نه لري.
هغه زیاته کړې، دوی به تر هغه وخته پورې پر یاد هېواد بندیزونه کم نه کړي، څو چې دې هېواد د منځني ختیځ د سولې په برخه کې ښکاره ګامونه نه وي پورته کړي.
نوموړي هغه اوازې هم رد کړې دي چې ګوندې امریکا له چین څخه د ځینو امتیازاتو په بدل کې پر ایران بندیزونه کموي.
هوک ویلي، دوی په دې باور دي چې د ایران پر وړاندي یې پایلسي په بشپړه توګه سمه ده او هغه د دې سبب شوې ده چې د ایران اقتصاد ضربه وویني.
نوموړي له ایران سره د امریکا د خبرو په اړه وویل، څو چې یاد هېواد هغه ۱۲ غوښتنې چې په gov ۲۰۱۸ میلادي کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو مطرح کړې وې، منلې نه وي، ورسره هیڅ ډول مذاکرات نه کوي.
بلې خوا بیا ایران امریکا سره خپلې خبرې دبندیزونو له لرې کېدا سره تړلي. ایران وایي، ترهغه به خبرو ته حاضر نه شي چې پر دوی لګېدلي بندیزونه نه وي لرې شوي.


















