کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۸ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې ترکي ځواکونو سوريه کې د داعش د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي کونډه نیولې، بغدادي د تېرې اکتوبر مياشتې په وروستیو کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې په سوريه کې وژل شوی و.
اردوغان په پلازمينه انقره کې د زده کوونکو یوې ډلې ته وویل: “موږ د هغه میرمن نيولې او څيړنې ترې کوو”.
د يادونې وړ ده چې تېره ورځ یو ترکیې امنیتي چارواکي اسوشیټیډ پریس ته ویلي وو چې ترکیې د داعش د پخواني مشر ابوبکر البغدادي خور “رسمیه عواد” نیولې ده.


















