کابل ټکى کام (جمعه، ۱۷ لړم ، ١٣٩٨ل)
جرمني د طالب او امریکایي مرکچیانو تر منځ د په ټپه ولاړو خبرو بیا پیل غوښتنه کړې ده، او دایې ددې قضیې یواځینی حل بللی دی.
د جرمني د بهرنيو چارو وزير هيکو ماس چې تېره ورځ یې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو سره يوې ګډې خبري ناستې ته خبرې کولې وويل مونږ په افغانستان کې د سیاسي حل لارې پلوي يو.
نوموړي وویل له طالبانو سره د سولې خبرې بايد بيا پيل شي او جرمنی په دې برخه کې د فعال رول لوبولو ته چمتو دی.
جرمنی داسې مهال د خبرو پیلولو غوښتنه کوي چې د امریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی د یوشمیر هیوادونو له کتلو وروسته په مخفي ډول قطر ته رسېدلی او غیر رسمي مذاکرات یې پیل کړي دي.
ځینې سرچینو بیا خبر ورکړی چې امریکا دمذاکراتو بیا پیل لپاره دامریکایي استاذانو او ځینې طالب قومندانانو تبادلې هڅه کوي، فکر کېږي چې دابه دلغوه شویو مذاکراتو بیا پیل مقدمه شي.

















