ایراني پوځ: یوه بې پیلوټه الوتکه يې نسکوره کړې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۸ل)
ایراني رسنیو د ایران په جنوبي سرحدي ښار “ماهشهر” کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو ادعا کړی.
د ایران دولتي خبري اژانس “ایرنا” او څو نورو ایراني رسنیو ياد خبر د ایران د پوځي چارواکو له قوله خپور کړی دی.
تر اوسه د ایران دولتي مقاماتو په دې تړاو زیات جزئیات نه دي خپاره کړي. دا هم نه ده معلومه چې دغه ویشتل شوی بې پیلوټه الوتکه دکوم هيواد وه.
خو د “خوزستان” ولايت والي “غلامرضا شریعتي” د ایرنا دولتي خبري اژانس ته ویلي چې دغه بې پیلوټه الوتکه ” په بهرنیو هیوادونو پورې اړه لري.
“ښاغلي شریعتي” زياتوي چې ددغې الوتکې پاتې شونې د “ماهشهر” ښار په شاوخوا کې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي او په دې اړه ددوي څيړنې روانې دي.
د جون په میاشت کې د ایران “سپاه پاسداران” د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه ويشتلي وه چې دايران دغې کړنې ددواړو هیوادونو پوځونه دجنګ ترسرحده ورسول.
دايران پوځي چارواکو هغه مهال ویلي وو چې ياده الوتکه ددوي حریم ته ننوتلې وه، خو امریکا بيا ټینګار کاوه چې دغه الوتکه په نړیوالو اوبو کې په نښه شوې وه.



