دانش: د ټاکنو لومړنۍ پایلې دې ژر اعلان شي

کابل ټکى کام (جمعه، ۱۷ لړم ، ١٣٩٨ل)

د دولت ساز ټاکنیز ټیم دويم مرستیال سرور دانش وایي، ټاکنو کمېسیون دې د ټاکنو د پایلو داعلان په برخه کې د سیاسي ډلو او احزابو تر اغیز لاندې نه راځي.

نوموړي چې نن يې په کابل کې د ولسي جرګې د پخواني غړي ، مصطفی کاظمي د وژل کېدو تلین په مناسبت جوړې شوې ناستې ته خبرې کولې، له ټاکنیزو کمېسیونونو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

دانش د سولې په خبرو کې د حکومت پر رول ټینګار وکړ او وې ويل، چې د حکومت له محوریت پرته د سولې خبرې پایله نه لري.

بلې خوا بیا د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله وايي، ستونزو ته په کتو فکر نه کوي، چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې دې د لړم پر۲۳مه نېټه اعلان شي.

مربوطه مطالب

Back to top button