یوې امریکایي محکمې ولسمشر ټرمپ دوه میلیونه ډالره جریمه کړی
کابل ټکى کام (جمعه، ۱۷ لړم ، ١٣٩٨ل)
په امریکا کې یوې امریکایي محکمې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلې خیریه ټولنې څخه د سیاسي او تجارتي ګټو د ترلاسه کولو په خاطر په دوه میلیونه ډالر نغدي جریمې محکوم کړی دی.
د نیویارک د سترې محکمې قاضي ټرمپ ته امر کړی چې د غیر انتفاعي موسسو د یوه ګروپ د زیانمنولو له کبله دوه میلیونه ډالر ورکړي، څو هغه دعوه چې دولتي څارنوالې لیتيتیا جیمز پیل کړې، پای ته ورسېږي.
ولسمشر ټرمپ په تېره ډسمبر میاشت کې موافقه وکړه چې خپله خیریه ټولنه بنده کړي، خو دعوې یې دوام وکړ.
ټرمپ تر اوسه د دې محکمې د جریمې په اړه مخالفت نه دی کړی



