ذبیح الله مجاهد: د تيرې اوونۍ په ۳۴۱ بريدونو کې اووه امریکايي او ۵۸۰ دولتي عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۸، شنبه)

طالبانو په افغانستان کې د تيرې يوې اوونۍ د بريدونو راپور خپور کړی چې په وينا دغه بريدونه په ۳۱ ولايتونو کې ترسره شوي او په ترڅ کې يې د اوو امریکايانو د وژل کيدو سربيره له پنځه سوه زيات دولتي عسکر وژل شوي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه دغه اوونيز راپور خپور کړی زیاتوي په ۳۱ ولایتونو کې په پوځي مرکزونو، نظامي کاروانونو، پوستو او پوځي اهدافو ټول ۳۴۱ بريدونه ترسره شوي دي.

راپور کې راغلي: “د تیرې اونۍ د عملیاتو په ترڅ کې د ۷ امریکايي اشغالګرو عسکرو او ۱۴ داخلي قومندانانو په ګډون د دښمن ۵۸۰ تنه عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي، د ۳ امریکايي اشغالګرو او ۶ داخلي قومندانانو په شمول ۳۱۸ تنه نور ټپيان شوي دي”.

د ښاغلي مجاهد په وينا، تيره اوونۍ د جګړو په ترڅ کې د دوو قومندانانو په شمول نوولس عسکر طالبانو ژوندي نيولي او دغه راز ۱۴۱ تنه نور عسکر په خپله خوښه د طالبانو ليکو سره يوځای شوي دي.

طالبانو له عسکرو څخه د نيول شويو پوستو او وسلو تعداد هم ښودلی زياتوي په غه موده کې ۲۶ پوستې- پوځي مرکزونه او ۶۱ بيلابيل ډوله سپکه او درنه وسله او په زياته اندازه مهمات يې هم نيولي دي.

خبرياڼه کې د ۸۳ هاموي ټانګونو او رينجرونو د ويجاړيدو خبر هم ورکړل شوی په وينا يې (کله چې دښمن دا ډول درانه تلفات ګوري او له مخنیوي څخه يې عاجزه کیږي؛ نو له ولسي خلکو غچ اخلي او په عامو کورونو شپنۍ چاپې وهي، ړندې او بې هدفه بمبارۍ کوي چې له امله يې عامو خلکو ته تلفات اوړي).

په وروستيو کې د امریکا د څار ادارې سيګار ويلي و چې طالبانو په وروستيو کې پر پوځي اهدافو خپل بریدونه زيات کړي چې ورسره د دولتي ځواکونو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button