مايک پمپيو: دا خطر شته چې ناټو غير مؤثر او بې کاره سازمان شي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۸، شنبه)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پمپيو ويلي، که ناټو ځان له نويو امنیتي چلنجونو سره برابر نه کړي نو ښايي دغه سازمان غير مؤثر او بې کاره شي.
پمپيو دغه څرګندونې د برلين ديوال د نړيدو د ديرشمې کليزې د لمانځغونډې مراسمو پر مهال جرمني وکړې زياته يې کړه د نړۍ اوسني وضعيت ته په کتو بايد ناټو کې بدلونونه راشي.
هغه زیاته کړه: “که هیوادونه فکر کوي چې ناټو ته د منابعو له برابولو پرته او د خپلو ژمنو د پوره کولو پرته بیا هم کولای شي د هغې له امنیتي امتیازونو نه گټه واخلي دا خطر شته چې ناټو یو غیر موثر او بې کاره سازمان شي”.
د ناټو سازمان په ۱۹۴۹ کې د پخواني شوروي اتحاد پرضد جوړ شو چې شاوخوا اويا کاله يې پوره کيدونکي دي.
د ناټو عمومي منشي د چين او روسيې پوځي ظرفيتونو لوړيدو ته په کتو ويلي چې ناټو غړي هیوادونه هم بايد خپل اتفاق او يووالی په څرګنده توګه ښکاره کړي.
د روان کال په لومړيو کې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړی و چې ښايي امریکا د ناټو له سازمان څخه ووځي.
د شنونکو په باور که امريکا له ناټو څخه ووتله نو تر ټولو زياته ګټه يې روسيې ته رسیږي او ښايي ناټو سازمان د شړيدو خوا ته مخه کړي.
ناټو غړي هیوادونو له امریکا سره په شریکه په ۲۰۰۲م کال کې پر افغانستان هم يرغل وکړ چې وروستيو کې يې ډيری هیوادونو له مالي او ځاني تلفاتو په ليدو له افغانستانه خپل و ايستل او لا هم د ناټو د کم شمير هيوادونو شاوخوا لس زره پوځيان په هيواد کې پراته دي چې وخت ناوخت د طالبانو د بریدونو هدف ګرځي.


