د ناټو سازمان کله منځته راغی؟؟

څارګر احمدزی
کله چې په ۱۹۴۵ ميلادي کال کې دويمه نړيواله جګړه پای ته ورسېده نو په ۱۹۴۹ ميلادي کال د فبروري مياشتې په ۴ مه نېټه د امريکا په واشنګټن ښار کې د يوشمېر پانګوالو هېوادونو تر منځ د ناټو تر نامه لاندې تړون تر سره شو، د دغه تړون نوم (north atlantictreati organization) او مخفف يا لنډون يې NATO دی.
د ناټو تړون يا سازمان په لومړي سر کې د ۱۲ سترو پانګوالو هېوادونو له خوا رامنځته شو چې عبارت دي له: انګلستان، بلجیم ، کاناډا، ډنمارک، فرانسه، ایسلینډ ، ایټالیا، لوکزامبورګ ، هالینډ ، ناروې او پرتګال څخه، خو وروسته د دغه سازمان غړي ورو ورو په زياتېدو شول، په ۱۹۵۲ ميلادي کال کې يونان او ترکيه هم د دغه تړون غړي شول، له دې وروسته په ۱۹۵۵ ميلادي کال المان او په ۱۹۸۲ ميلادي کال هسپانيې د دې تړون غړيتوب ومانه، کله چې شوروي اتحاد ړنګ شو او په افغانستان کې يې په عملي ميدان کې ماتې وخوړه نو د وارسا تړون غړي د ختيځې اروپا هېوادونه هم لکه د چک جمهوریت ، هنګری او پولینډ هم په ۱۹۹۹ ميلادي کال کې د ناټو تړون غړي شول، په ۲۰۰۴ ز کال بلغاریا ،اسټونیا ، لاتویا ، لیتوانیا، لیتوانیا ، رومانیا ، سلواکیا او سلوانیا هم په دغه تړون کې شامل شول، چې په دې حساب د دغه تړون د غړو شمېر ۲۷ هېوادونو ته ورسېد.
کله چې د ناټو تړون رامنځته شو نو روسيې او د ختيځې اروپا ځينې نورو هېوادونو په ۱۹۵۵ ميلادي کال کې يو بل تړون رامنځته شو چې د وارسا تړون يې وباله، دغه دواړه تړونونه تر ۱۹۹۱ ميلادي کال پورې تر خپل په سړه جګړه اخته وو، خو د شوروي اتحاد تر له منځه تللو وروسته د وارسا تړون له منځه لاړ او غړي يې زياتره د ناټو له تړون سره يو ځای شول.
دناټو درامنځته کیدو پر مهال چی پر کوم تړون لاسلیک شوی ؤ په هغه کی ویل شوي ؤ چې دغه سازمان د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې سره سم به (د بهرني تېري مقابله کوي ) او نه به پرېږدي چې کوم زورور هېواد دې د ناټو تړون په غړو هېوادونو باندې حمله وکړي.
لکه څنګه چې ټولې نړۍ ته معلومه او څرګنده ده چې د وارسا تړون غړيو هېوادونو هم په افغانستان باندې حمله او يرغل کړی و، خو د افغانانو په لاسونو په ۱۹۹۱ ميلادي کال کې له نړيوالې ماتې سره مخ شو.
مګر اوس د ناټو د اويا کلن تړون او اتحاد په اړه هم ګنګوسې روانې دي چې د له منځته تللو په حال کې دی. ځکه چې تېره ورځ د امريکا لوړپوړي چارواکي مايک پمپيو وويل چې زيات امکان شته چې ناټو سازمان يو بې کاره او غير مؤثر تړون يا سازمان شي.
تر دې مخکې هم د ناټو او امریکا لوړ پوړو چاواکو ويلي وو چې امکان شته د ناټو تړون له منځه لاړ شي.



