کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۹ لړم ، ١٣٩٨ل)
د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کې د ازادۍ مارچ په نامه، د پراخ لاریون سرلاری مولانا فضل الرحمن وایي، دوی د پاکستان تر یوغ لاندې ژوند کول نه غواړي.
هغه زیاته کړې، دا یې خپل هېواد دی، نه چا ورته په تحفه کې ورکړی دی او نه هم په پېړیو پېړیو چا ورنه په زور نیولی دی، نو دوی په دې هېواد کې د غلامانو او مزدورانو غوندې ژوند کول نه غواړي.
هغه پر حکومت غږ کړی دی چې که سوله کوي خبرو ته دې ورسره حاضر شي، ځکه دوی له امریکا سره هم سولې ته تیار دي.
دا لاریون چې نن لسمه په اسلام اباد کې روان دی، ډېر شمېر حکومت ضد ګوندونه هم وسره یوځای شوي دي، دوی عمران خان په فساد تورنوي او د هغه تر واک لاندې حکومت نړولو شعارونه ورکوي.
مولانا فضل الرحمن تېره ورځ هم پر حکومتي چارواکو غږ کړی وو چې له استعفاګانو سره دې خبرو ته حاضر شي؛ خو هغوی له استعفا علاوه هر راز شرایطو ته امادګي ښودلې وه.

















