شمالي کوریا: که امریکا د تېر پړاو خبرو پر ژمنو عمل ونه کړي؛ دخبرو دراوزې به ورسره وتړو

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۹ لړم ، ١٣٩٨ل)

پیونګ یانګ وایي، د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ د اټومي وسلو پر سر د خبرو دروازه د تړل کېدو په حال کې ده.

د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزارت کې د امریکا د چارو څارونکي جو چول سو ویلي، که چېرته امریکا په روان کال کې د یاد هېواد پر وړاندې له دښمني پارونکو اقداماتو لاس پر سر نه شي نو لرې نه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو دروازې وتړل شي.

هغه ویلي، دوی امریکا ته ډېر وخت ورکړی دی او که چېرته یاد هېواد خپلو کړنو ته متوجه نه شي او د کال تر پایه دوی ته قانع کوونکی ځواب ورنکړي نو د خبرو دروازې به یې پر وړاندې وتړي.

نوموړي ویلي، دوی به وګوري که چېرته امریکا د تېر پړاو خبرو پر ژمنو عمل کړی وي نو دوی هم راتلونکې ناستې ته انتظار باسي او که یاد هېواد بیا هم پر کړو ژمنو له عمل پرته پاروونکي اقدامات وکړي نو له دوی دې هم د خیر تمه نه کوي.

څه موده وړاندې دې دواړو هېوادونو ویلي وو چې مذاکرات یې ښه روان دي، او ژر به یوې هوکړې ته ورسیږي.خو اوس داسې ښکاري چې امریکا دخپلو شرایطو په تحمیلولو سره دشمالي کوریا هیڅ وړاندیز ته شین چراغ نه دی ورکړی نوځکه مذاکرات دناکامېدو پر لور رون دي.

مربوطه مطالب

Back to top button