کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل)
سوريه: ترکي ځواکونو یوځل بياد کردانو سنګرونه بمبار کړي
د سوریي په شمال کې د ترکيې له خو دسولې دچينې په نوم د پوځي عملیاتو له پیله میاشت وروسته، د ترکي پوځ او کردي وسلوالو ترمنځ يوځل بيا سخته جګړه شوې.
چې د ترکیې هوایي ځواکونو په “تلتمر” او “راس العين” ښارونو کې د کردي وسلوالو په مرکزونو بمباري هم کړې ده.
په بريتانيا کې د سوریي د بشري حقوقو دڅار ډلې د کردي وسلوالو او ترکي ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو راپورونه ورکړي دي.
دغه نښتې چې د “تلتمر” او “راس العين” په ښارونو کې رامنځته شوي دي. تلتمر په سوریي کې د ترکیي له سرحد څخه شاوخوا ۴۰ کیلومتره لیري پروت ښار دی.
او د راس العين ښار بيا دسوريې اوترکيې په سرحد کې واقع ده.
د وروستیو نښتو په پايله کې ۴ تنه سوریایي سرتیري وژل شوي دي. دا خبر د سوریي د رسمي دولتي خبري آژانس «سانا» له خوا هم تائيد شوی دی.