ډاکټرعبدالله: د سولې فعالان ته ګواښونه د منلو وړنه دي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل)

د ګډ حکومت اجرائيه ریس چې نن يې د لويې جرګې په خيمه کې يوې احتجاجي ناستې ته خبرې کولی، وويل د سولې فعالانو ته ګواښونه کول او هغوی ته ستونزې جوړول ورته د منلو وړ نه دي او دولتي چارواکي بايد له دا ډول کارونو لاس واخلي.

اجرايه رئس دا خبرې په داسې مهال کړي، چې څو ورځې مخکې د حکومت په منتقد ليکوال او سياسي کارپوه قاضي حسن حقيار دآريانا تلويزون مخته په يو برید کې ټپي شو، تر هغه څو ورځې مخکې دسولې فعال انجينر نظر محمد مطمئن له يوه مرګوني بریده روغ ووت، همدارنګه په ليکوال اوسياسي فعال خير الله شينواري او نورو ورته ليکوالانو هم بریدونه شوي دي.

ياد کابل ميشتي ليکوالان اوفعالان په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د حکومت مخالفې څرګندونې کوي او د سولې اړوند د حکومت پاليسي ناکامه بولي.

مربوطه مطالب

Back to top button