روسي پروفیسر له خپلې شاګردې سر پرې کړی

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۹ لړم ، ١٣٩٨ل)
په روسیه کې د تاریخ یوه پېژندل شوي استاد او پروفیسر اعتراف کړی دی چې خپله شاګرده او انډیواله یې وژلې ده.
رسنۍ وایي، پروفیسر اولېګ سوکولوف د نشې په حالت کې هڅه کوله چې د وژل شوې نجلۍ مړی سیند ته وغورځوي، خو پولیسو د اوبو له منځه را و ایست او کله چې یې د ده شابکس پرانیست نو د وژل شوې نجلۍ پرې کړی لاس پکې و.
وروسته پولیسو د ده په کور کې د اناتاشیه یشچېنکو په نامه د دې ۲۴ کلنې نجلۍ ټوټې شوی مړی هم وموند.
پروفیسر سوکولوف د فرانسوي ټولواک ناپولین پر موضوع تخصص لري او د فرانسې حکومت هم په معتبرو جایزو او ویاړونو نازولی دی.
د نوموړي وکیل ویلي، پروفیسر سوکولوف خپل جرم منلی دی، پرې پښېمانه دی او اوس پلټونکو سره همکاري کوي.
پروفیسور سوکولوف پولیسو ته ویلي، خپلې شاګردې ملګرې سره یې تر لفظي شخړې وروسته د هغې سر، لاسونه او پښې پرې کړلې.
نوموړي پلان درلود چې لومړی د اناتاشیه مړی سیند ته وغورځوي، بیا د ناپولین په څېر پوځي کالي واغوندي او په عام محضر کې ځان وژنه وکړي.
شاګردان یې په اړه وایي، ښاغلی سوکولوف یو تکړه استاد و او په فرانسوۍ ژبه یې روانې خبرې کولې، خو ځینې حیرانوونکي عادتونه یې هم درلودل.
د بېلګې په توګه خپلې شاګردې او ملګرې اناتاشیه ته یې “جوسېفین” نامه اخیسته، او له محصلینو یې غوښتل چې ده ته د سر یا جناب خطاب وکړي.



