کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل)
محسن رضايي او فرزاد منصوري د افغانستان لپاره کې چین د تکواندو په سیالیو کې يو د سرو زرو او يو د سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړل.
محسن رضايي، د ۵۸ کیلو وزن پورته کولو په سياليو کې یې د څلورو پرلپسې بریاوو په درلودلو سره ، د افغانستان لپاره د سرو زرو مډال وګاټه.
د تکواندو بل افغان لوبغاړي فرزاد منصوري د نیپال په وړاندې يوه سيالۍ کې او د چين پر وړاندې درې سيالیو د بريا خپلولو له امله د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.
د تکواندو دا سيالۍ د چین د شانګهای په ښار کې ترسره کيږي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۶ هیوادونو پکې برخه اخیستې. دې سياليو کې د نارینه وو په برخه کې څلورو افغان لوبغاړو او د ښځو برخه کې دوه افغانو ميرمنو برخه اخيستې.


















