طالبانو سره د دوحې غونډه کې د شنونکو او ليکوالو نظريات

ځانګړی راپور: عبدالرحمن

پرون يکشنبه د لړم مياشتې په نوولسمه نيټه له کابل څخه د سولې فعالانو، سياسي شنونکو او ليکوالو یو نهه کسيز پلاوی د قطر مرکز دوحې ته ورسيد او هلته يې د طالبانو د سياسي دفتر له غړو سره د افغانستان د بحران، اشغال خاتمې، اسلامي نظام او دائیمې سولې په اړه بحث او خبرې کړي.

په دغه ډله کې د کابل پوهنتون دوه تنه استادان فيض محمد ځلاند، اسماعيل يون او دغه راز سياسي شنونکي نظر محمد مطمئن، اسدالله وحیدي، نيکمل، ولي الله شاهين، خيرالله شينواری او شفيع اعظم شتون لري.

د کابل څخه د تللي پلاوي له ډلې څو تنو يې د سوشل ميډيا پر خپلو اکانټونو طالبانو سره پرونی بحث ګټور او مثبت بللی چې په وينا يې ښه زيري له ځان سره لري.

د کابل پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند له يادې غونډې وروسته په یوه مرکه کې ويلي، طالبانو سره په غونډه په لاندې خبرو بحث شوی ((د راتلونکي حکومت بڼه، د بين الافغاني خبرو اجنډا، له مذاکراتو د امریکا پر شاه کيدل، طالبانو ويلي نهه پړاوه مذاکراتو کې يې ثابته کړه چې سولې ته ژمن دي خو امریکا پر شاه شوه، طالبان د واک او انزوا سياست نه کوي، ويې ويل سوله ژر راتلونکې ده او طالبان غواړي هر افغان لوري سره چې د سولې هلې ځلې کوي ورسره وګوري)).

ځلاند په خپله فسبوک پاڼه ليکي: ” ان شا الله چې ډېر پرمختګونه مخکې دي او ښه خبرونه لرو”.

همدارنګه د کابل پوهنتون یوه بل استاد اسماعيل يون هم د يادې غونډې په اړه معلومات ورکړي چې په وينا يې د ماسپښين پر دوو بجو غونډه پيل او د شپې پر اتو بجو پای ته ورسیده.

نوموړی زياتوي، د طالب پلاوي مشر مولوي شهاب الدين دلاور د دوی په غوښتنه د تيرو څو کلونو او مياشتو د سولې اړوند د تيرو شويو خبرو او مذاکراتو ټول بهير ورسره شريک کړی په وينا يې “غونډه کې پر دې خبره اتفاق وشو ، څرنګه چې اوس هم د مذاکراتو تسلسل ژوندی دی،ضرور نه ده چې ټول جزیات دې تر هغه پورې ، چې پوره پاخه شوي نه وي او پوره نتیجه یې نه وي ور کړې ، رسنیو سره شریک شي.”

د ښاغلي يون په خبره، د طالبانو د هيئت خبرې واضح او هيله بښوونکې وې زياتوي هغوی سره مو خپلې اندېښنې شريکې کړې چې هغوی په زغم ځواب راکړ او په ډيرو برخو کې مو د نظرونو ورتوالی او نږديوالی موجود و.

ښاغلی یون وايي، چې دوی نه د کوم ګوند يا ډلې او نه هم د قوم، سمت یا د چا رسمي استازيتوب کوي بلکې په وينا يې (پر خپل ولس مو زړه دردېږي ،د درد هغه څړیکه مو تر دوی را رسولې ،بیا به یې حکومت ته رسوو).

سياسي شنونکي او د سولې فعال خيرالله خيرخوا ليکلي، طالبانو سره په پنځه ساعته مجلس کې (د امريکا او طالبانو د نهه پړاوه مذاکراتو تفصيل، د امريکا او د دوی اوسنی مذاکراتي وضعيت، پوښتنې ځوابونه) او ازاد بحث وشو.

دغه راز د سولې فعال شفيع اعظم هم طالبانو سره یاده غونډه مثبته بللې زياتوي ښه خبرونه پر لاره دي خو د ژمنې پر اساس بايد له وخت مخکې نشر نه شي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين هم په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، چې د يکشنبې په ورځ له کابله سياسي پلاوي سره مجلس شوی چې پکې د ټولو مشترکه غوښتنه د اشغال خاتمه، اسلامي نظام او دائيمې سوله وه.

د سهيل شاهين په خبره: “نن مو د کابل نه راغلو ځوانولیکوالانو او سیاسي شنونکو سره مجلس درلود. دهیواد په اوسني وضعیت مو اوږدې خبرې وکړې. ټول مشترک درد او غوښتنې لرو. داشغال خاتمه، اسلامي نظام، دایمي سوله، دولس هوسايي او د هیواد ابادي زمونږ د ټولو مشترکات دي.”

د طالبانو او له کابله د ورغلي سياسي پلاوي دغه خبرې به نن دوشنبه او سبا د چهارشنبې په ورځ هم روانې وي.

ښاغلی سهيل شاهين هم ليکلي، چې نن دوشنبه به له کابله د ورغليو ليکوالانو او شنونکو سره مجلس شته زياتوي خپلو ورونو ته مو وويل، موږ خوشحاليږو چې په هر مورد له مونږ سوالونه یا نیوکې وکړي ترڅو مونږ ورته په پوره صراحت سره ځواب ورکړو.

مربوطه مطالب

Back to top button