د سوداګرې خونې مرستيال: د ټاکنو پايلو نامعلوم برخليک پر سوداګرۍ او کاروبار منفي اغيز کړی
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۰، دوشنبه)
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزی وايي، د ټاکنو اوسني وضعيت پر سوداګرۍ او پر کاروبار منفي اغيز کړی دی.
د الکوزي په وينا، د ټاکنو دغه مبهم وضعيت سوداګر اندېښمن کړي او ډيری سوداګرو خپل کاروبارونه ودرولي دي.
الکوزی زياتوي، د ټاکنو نامعلوم برخليک پر پانګونه او سوداګرۍ اتلس سلنه اغېز کړی، ډيری فابريکې توليد نه کوي، او سوداګرو خپل کاروبارونه هم درولي دي.
نوموړی وايي، که د ټاکنو جنجالي موضوع همداسې دوام پيدا کړي نو پر سوداګرۍ او کاروبار به يې لا اغېز زيات وي په وينا يې بايد ژر تر ژره د ټاکنو پايلې اعلان شي څو د سودګرو اندېښنې تر یوې اندازې راکمې شوې وي.
په ورته وخت کې د ماليې وزارت مرستيال تميم وليد هم تاييدوي چې د ټاکنو د مبهم حالت له کبله پانګوالو او سوداګرو خپلې برنامې ځنډولي په وينا يې اوسني وضعيت پر سوداګرۍ او پانګونې منفي اغېز غورځولی دی.
شاوخوا یوه نيمه مياشت پوره کېږي چې د ولسمشرۍ ټاکنې شوي خو د بيلابيلو ستونزو او لانجو له کبله لا هم لومړنۍ پايلې نه دي اعلان شوي.



