داعشیان ولې د حکومت لمنې ته ځانونه غورځوي؟

څارنوال حشمت عبیدي
یو فارسي متل دی چې وایي:
کند همجنس با همجنس پرواز
کبوتر با کبوتر باز با باز
او یا هم د پښتو متل چې وایي:
خړ سپی د لیوه مل دی
د طالبانو د اسلامي تحریک له ایجاد نه تر ننه چا ندي لیدلي چې رښتیني طالبان دې حکومت تسلیم شوي وي، په هغو حساب کول به نا انصافي وي چې هغه داعشیانو ته ورته اشخاص لومړی له طالبانو سره د یو څه مودې پورې ځان یو ځای کړي هغه هم د دې لپاره چې د طالب نوم ترلاسه کړي او موخه یې دا وي چې د طالب په نامه ځان تسلیموي څو له حکومت نه یو څو روپۍ ترلاسه کړي او یا څه امتیاز ترلاسه کړي.
خو بل پلو ته داعش لیدل کیږي چې له دوه لارو ځانونه له حکومت او امریکایانو سره یو ځای کوي، یو داسې چې دولت ته اطلاع ورکوي چې الوتکې ورپسې واستوي ځکه چې طالبانو کلابند کړي او د وژنې سل په سلو کې خطره یې حس کړې وي، نو دولتي او امریکایي چورلکې د دوی داسې په خدمت کې وي چې د خپلو سرتیرو هم دومره ناز نه وړي.
دوهمه لار یې دا ده چې له دولت او امریکایانو سره د جعلي جګړې پر مهال د تسیلمۍ لاسونه پورته کوي، خو بل پلو ته بیا د طالبانو سره تر ټولو سخته جګړه پر مخ بیایي، لکه امریکایان چې نعوذ بالله صحابه کرام وي او د امریکا لاسپوڅي تابعین وي خو طالبانو سره کافران وي.
له دې او دې ته ورته مشکوکو اعمالو څخه په ډاګه جوتیږي چې د دې پروژې نوښتګران هم امریکایان دي او پانګونه هم پرې امریکایان کوي او بالآخره بیرته امریکایانو ته ورګرځي هم او د دې پروژې د جوړښت بنسټیزه موخه داده چې د اسلام په نوم ډلې باندې په لومړي قدم کې طالبان وټکوي او په دوهم قدم کې د اسلام مبین دين د داعش په تور مخ سره خلکو ته تورمخې وښیي او هم ضعیف الایمان طالب نما اشخاص دې ته تشویق کړي چې حکومت او امریکایانو ته د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي.
تاسې وګورئ چې څومره داعشیان او په کومه نیټه امریکایانو ته لاس په نامه شوي تسلیم شوي دي.
د 1398هـ لمریز کال د لړم په 21مه یو داعشي اورپکی له 45 میرمنو، نجونو او ماشومانو سره په ننګرهار کې کمانډویانو ته تسلیم شول.
د کومانډو د ځانګړو ځواکونو په تقلبي په اصطلاح په تصفیوي عملیاتو کې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو داعشي له 17 میرمنو 13 ماشومانو 15 نجونو او یو میل کلاشنکوف سره کماونډیانو ته تسلیم شول.
له دې مخکې هم په لسګونو داعشیان د خپلو کورنیو سره یو ځای د اچین په ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
همدا راز ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په اصطلاح د خلکو په ملاتړ د داعش ډله له سخت نظامي فشار لاندې نیولې ده، چې اوس دغه ډوله د هیواد په ختیځ کې د پوپنا کیدا په درشل ولاړه ده.
دغه داعشيان چې په ختيځ کې طالبانو د وراکاوي په درشل ودرول او کله به يې هم چې دغه داعشيان محاصره کړل نو له هر څه سره به دولتي ځواکونو ته تسليم شول، دولتي ځواکونو ته به تسليم شول، دولتي ځواکونو به بيا وويل چې له داعشيانو يې د سيمې د خلکو په ملاتړ پلانکۍ او پلانکۍ سيمه نيولې ده او دومره تنه داعشيان يې ژوندي نيولي او دومره ورته تسليم شوي دي. د کابل ادارې له دې ډول کار سره سړي ته د پښتو هغه متل ورياد شي چې توره دې لالا وهي، مړۍ دې عبدالله وهي!



