ټاکنو کمیسیون: د ځینې ستونزو له امله بیاهم نه شو کولی په ټاکلې موده لومړنۍ پایلې اعلان کړو

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۲۱ لړم ، ١٣٩٨ل)
د ټاکنو کمیسیون یوځل بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ځینو ستونزو له امله ښایي بیا هم د ټاکنو لومړنۍ پایلې پر خپلې ټاکلې نېټه اعلان نه شي.
خبرپاڼه کاږي، ټاکنو کمیسیون د خپل کار له پیله تر اوسه هڅه کړې ده چې د خلکو د پاکو رایو پر بنسټ رڼې پایلې اعلان کړي نو په همدې موخه یې د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د هغو رایو بیا شمېرنه او تفتیش له سره پیل کړی دی چې په اړه یې شکونه او شکایتونه موجود وو.
د سرچینې په خبره کمیسیون په دې برخه کې، ورترغاړې دنده تر سره کړې ده او ټولو ولایتونو ته یې خپل کارکوونکي، څارونکي او د نوماندانو ناظرین لېږلي دي څو د دې پروسې څارنه وکړي خو په ډیریو ولایتونو کې یې د ځینو نوماندانو د پلویانو له لوري د کار مخه نیول شوې ده چې دوی یې اندېښمن کړي دي.
کمیسیون دغه راز زیاته کړې، دوی د ټاکنیز مهالوېش د رعایت لپاره خپله ټوله هڅه کړې ده خو د ځینو ننګونو او ستونزو له امله، بیا هم اندېښنه لري چې ښایي لومړنۍ پایلې پر ټاکلې نېټه (د لړم په ۲۳مه) اعلان نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې ډیری نوماندانو دکمیسیون له دې پرېکړې چې رایې به یوځل بیا وشمېري؛ مخالفت اعلان کړی، کارمندان یې ګواښلي او دموقت حکومت غوښتنه یې کړې.



