کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل)
د امریکا د دفاع وزیر “مارک ایسپیر” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې شپږ سوه امریکایي سرتېري به يې په سوریه کې پاتې کېږي.
فرانس پریس خبري اژانس د ښاغلي “ايسپير” له قوله ويلي چې د سوریې په شمال کې به ۶۰۰ امريکايي سرتېري له داعش وسلوالې ډلې سره د مبارزې او دغه راز د تیلو د څاګانو د امنیت په موخه په سوريه کې پاتې کيږي.
اسپير ویلي: دا پرېکړه یې وروسته تر هغه کړې ده چې ټرمپ د سوریې د تیلو دڅاګانو د امنیت د ساتلو حکم وکړ.
نوموړی دغه راز ویلي: د دوی شپږ سوه سرتېري به په دې هېواد کې پاتې وي؛ خو که چېرته له اروپایي ملګرو سره کومې هوکړې ته ورسېږو؛ نو ممکن د خپلو ځواکونو په شمېره تردې کمه کړو.


















