کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۲۳ لړم ، ١٣٩٨ل)
پرون راهیسې د اسرائیلو او فلسطینيانو ترمنځ د سختو جګړو راپورونه ورکول کیږي، دې جګړو کې فلسطینیانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.
پر غزه د اسراییلو په دې تازه هوايي بریدونو کې ۲۶ فلسطینیان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.
سره له دې چې نړیوالو پر اسراییلو او فلسطین په سیمه کې د زغم غږ کړی دی خو دواړو لورو پر یو بل بریدونو ته ادامه ورکړې ده.
اسراییل وایي چې له غزې پر دوی تر ۲۰۰ پورې توغندي توغېدلي دي خو ډېری یې دفع شوي.
د اسراییلو په تازه بریدونو کې تر دې دمه ۲۶ فلسطینیان وژل شوي خو د سراییلو خوا ته د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.
د فلسطین او اسراییلو ترمنځ نښتو وروسته له هغه زور واخیست چې اسراییلو د فلسطین د یوې جهادي ډلې مشر وواژه.
په سیمه کې له پرون راهیسې وضعیت ترینګلی دی؛ خو نن راپورونه ورکړل شول چې دفلسطینیانو د شرائطو په منلو سره د دواړو غاړو ترمنځ یو اوربند رامنځته شوی دی.


















