حامد کرزی: د سيمې هيوادونونو په همکارۍ دې د بهرنيو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۵، شنبه)
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، پکار دي چې د یوې سیاسي حل لارې له مخې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه و ايستل شي.
کرزي د والدای په نوم بهرنۍ خبري شبکې سره په مرکه کې ويلي، چې د سیمې هیوادونه او روسيه دې له سياسي لارو د بهرنیو ځواکونو ايستلو ته زمینه برابره کړي.
کرزي ويلي، چې د بهرنيو ځواکونو وتل بايد په مسؤولانه توګه په تدریجي ډول د یوه پلان له مخې ترسره شي.
حامد کرزی چې دوه دورې يې ولسمشري کړې او د امریکايانو له نږدې دوستانو څخه دی چې د طالبانو د سقوط په لومړيو کې يې امریکايي ځواکونو ملاتړ کاوه او د هغوی په همکارۍ دوه دورې ولسمشرۍ پاتې شو.
که څه هم د نوموړي د دورې پر مهال شپنۍ چاپې او ملکي تلفات تر اندازې زيات و خو په خپله دوره کې يې د دغه تلفاتو د مخنيوي جدي اقدامات او یا بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه هيڅ ډول څرګندونې نه کولې.
نوموړی په داسې حال کې له افغانستانه په مسؤولانه توګه د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبره کوي چې تيره ورځ په کابل کې ګڼ شمير دیني عالمانو او سياستوالو د يوې سترې غونډې پر مهال وويل، چې افغانستان کې د امریکا حضور بې ګټې او جګړه به لا نوره پيچلې او ستونزمنه کړي.
دیني عالمانو او سياستوالو غوښتنه وکړه چې نور بايد اشغال ختم او افغانان پرېښودل شي چې خپلمنځي مشکلات په خپله حل کړي.
په وروستیو کې د افغانستان او امریکا ګڼ سیاستوال او آن چارواکي هم د امریکايي ځواکونو له پاتې کيدلو او حضور سره مخالفت کوي چې په وينا د هغوی پاتې کيدل جګړه لا تونده او سولې خبرو لپاره د پرمختګ مخه نيولای شي.



