بلوچستان: چاودنې ۸ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۵، شنبه)
د راپورونو له مخې، د پاکستان بلوچستان ايالت کې د يوې چاودنې له کبله ۸ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چاودنه د کوټې کچلاغ ښار ګوټي په زاړه بای پاس د اف سي پر موټر ترسره شوې ده.
د پاکستاني پوځ د اف سي ځواک یوه لوړپوړي افسر رسنیو ته ويلي، په چاودنه کې درې پوځيان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
امینیتي مسؤولین وايي، په موټرسيکل کې چاوديدونکي توکي ځای پر ځای شوي و چې د اف سي ځواکونو موټر د تيريدو پر مهال يې چاودنه کړې.
د بريد مسؤولیت د حزب الاحرار په نوم پاکستانۍ وسله والې ډلې په غاړه اخيستی دی.
د روانې اکتوبر مياشتې له پيله دا درېيمه چاودنه ده چې کوټه کې پر پاکستاني پوځيانو ترسره کيږي.
د اکتوبر پر اوولسمه په چاودنه کې د پوليسو پنځه سرتيرو په شمول لس کسان ټپيان شول، یو پوليس وژل شوی و. د اکتوبر پر يوويشتمه هم په سپيني روډ چاودنه کې دوه عسکر ټپيان شوي و.



