د کانونو او پټرولیم وزارت: د جامدو او مایع کانونو د سروې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت: د جامدو او مایع کانونو د سروې تړون لاسلیک شو

 

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

 

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د جامدو او مایع کانونو د سروې هوکړه لیک د وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت او د EM SURVEYS شرکت د رئیس محمد صابر لطیفي ترمنځ لاسلیک شو.

د دې سروې لپاره به د الکترومقناطیسي ټوموګرافي له پرمختللي مېتود څخه کار اخیستل کېږي.

د وزارت په وینا، دغه طریقه د پخوانیو سروې لارو په پرتله هم ارزانه ده او هم لوړه دقیقې لري چې د دقت کچه یې شاوخوا ۹۰ سلنه اټکل شوې ده.

مسوولین وايي، د دې نوې ټکنالوژۍ په پلي کېدو سره به د کانونو د اکتشاف بهیر چټک، دقیق او کم لګښته شي، چې دا چاره د هېواد د کانونو د سکټور د پراختیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button