باميان: د ۴۳۸ میلیونه افغانیو په پانګونې د یکاولنګ د اوسپنې کان قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شو
کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د کانونو او پټرولیم وزارت د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان د استخراج قرارداد له نظري رحیمي او خان وزیري شرکتونو سره لاسلیک کړ.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د دې کان ټولیزه مساحت ۸۵ مربع کیلومتره دی، د پانګونې کچه نږدې ۴۳۸.۹ میلیونه افغانۍ ده او حکومت به له کان څخه ۲۰ سلنه رویالټي ترلاسه کوي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د قرارداد د لاسلیک پر مهال وویل چې دا تړون د ۳۰ کلونو لپاره شوی او قراردادي شرکتونه به د نافذه اصولو، طرزالعملونو او خپلو ژمنو له مخې فعالیت کوي.
نوموړي زیاته کړه چې د تړون له مخې به د اوسپنې د کان سل سلنه پروسس په هېواد دننه ترسره کېږي او د پروژې په پلي کېدو سره به لسګونو افغانانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.



